د انترنتي پاڼي په هكله معلومات:

Aerrow كورپاڼه
Aerrow كرنيز نندارتون څه شي دي؟
Aerrow د ثبت او راجستر مركز
Aerrow د زده كړي مركز
Aerrow خبري رسنۍ او مطبوعات
Aerrow اړيكي
Aerrow زمونږ سره اړيكي

د ۲۰۰۸ زيږديز كال كرنيز نندارتون ته ښه راغلاست

د كابل نړيوال كرنيز نندارتون د ۲۰۰۸ زيږديز كال اوړى
 

د كابل كرنيز نندارتون د كرنى، اوبو لګولو او مالداري وزارت (MAIL)پواسطه د افغانستان د سوداګرى او صنايعو خوني (ACCI)،د افغانستان د پانګى اچونى د تقويه كولو ادارى (AISA)، د افغانستان د صادراتو پرمختيايي ادارى (EPAA) او د امريكى د متحده ايالاتو نړيواله پرمختيايي ادارى (USAID) په ګډه مرسته په لاره اچول كيږي.

 

د كرنيز نندارتون په هكله

 

په افغانستان كې كرنيز نندارتون دكرنيزو تشبثاتو د ډيرو مهمو سوداګريزو نندارتونونو په حيث پيژندل كيږي. تاسو به د ۲۰۰۸ زيږديز كال په كرنيز نندارتون كې د افغانستان د كرنيزو تشبثاتو په مخ پر ودى سكتور كې د نوو اړيكو د ټينګولو لپاره ښه وخت ولرئ.

 

په كرنيز نندارتون كې څوك ګډون كوي؟

 

پلورونكي او پيرودونكي د نوو بازارونو او د ښه كيفيت لرونكى توكو د منابعو لپاره هځه كوي: واردونكي، صادرونكي غونډ پلورونكي، پرچون پلورونكي، توليدونكي، د لومړنيو توكو تيارونكي او د خدمتونو تيارونكي.

 

په نندارتون كې د ګډون ګټي

 

د كرنيز نندارتون ګډون كوونكي كولاى شي د سوداګرى د نوو فرصتونو په هكله معلومات تر لاسه كړي، د افغاني او نړيوالو پيرودونكو او پلورونكو سره د سوداګرى اړونده غونډو كې ګډون وكړي، د ننداري غرفي په كرايه واخلي او د سوداګرى د ګردي ميز په محفلونو او په نندارتون كې د عامو وګړو په وړاندي د بازار موندنى پرزنتيشنونه وړاندى كړي.

 
عمده توليدات او خدمتونه:
 
  • تازه ميوي او سبزيجات
  • مغزباب او وچي ميوي
  • نوي او توكمي غالۍ
  • مالدارى او چرګان
  • وړۍ او پت
  • د لومړنيو موادو تيارول(تخم، كيمياوي سره)
  • تجهيزات او تكنالوجي
  • بازارموندنه (انډى كول، چاپول)
  • د كميشن كارى خدمتونه
  • بانكونه
  • وړل راوړل، سړه خونه، لوجستيكي خدمتونه

مهرباني وكړئ او د لا زياتو معلوماتو دلاسته راوړلو لپاره د لاندى برښنايي پتي يا تيليفون شميرو سره اړيكي ټينګي كړئ:

agfair@asap-af.com

داړیکو شمیری: 0797649815/0797472452/0799740395
 

دژبي غوره کول

شرکای ما


Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestoc
 
USAID
 
ACCI
 
AISA
 
EPAA
Etisalat
Kam Air
NetZone
Radio City
Kabul Serena Hotel
Alkozai Tea
Crystal
Coke
Lemar TV
Tolo TV
Durukhshan
كورپاڼه | كرنيز نندارتون څه شي دي؟ | د ثبت او راجستر مركز | د زده كړي د مركز د ننداري جعبه | خبري رسنۍ او مطبوعات | اړيكي | زمونږ سره اړيكي
د ټولو محتوياتو د چاپولو حق ۲۰۰۷ د www.agfair.af لپاره خوندي دي.
طرح او ډيزاين د NETLINKS په واسطه